پر جوماتونو د طالبانو بریدونو په فراه کې د لویو دیني عالمان غوصه راپارولي ده

comments 0

191 Views

هندوکش – فراه: وسله والو طالبانو په فراه ولایت کې د یوه جومات دیوالونه سورې کړل او د هغه سپیځلي ځای نه یې د سپر په توګه پر یوې امنیتي پوستۍ باندې برید وکړ، چې لوی دیني عالمان د وسله والو طالبانو دا عمل د اسلام ضد او شرعي دین ته سپکاوۍ ګڼې.
په همدې حال کې افغان دفاعي ځواکونو د اسلام مبارک دین ته په درناوې سره پر جومات باندې برید ونکړ، خو د فراه ولایت امنیه قوماندان وایي، نور به پر وسله والو طالبانو رحم ونکړي، ځکه وسله وال طالبان مقدس ځایونه د سپر په توګه کاروي او د اسلام مبارک دین ته سپکاوی کوي. د فراه ولایتي شورا هم د داسې ځناورو پر وړاندې د خپلو ملي دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.
د وسله والو طالبان دې عمل د فراه ولایت لویو دیني عالمانو سخته غوصه راپارولي ده. د فراه ولایت یو تن لوی دیني عالمان مولوی عبدالظاهر وایي، د جوماتونو نه د سپر په توګه کټه اخېستل، پر جوماتو باندې برید او په جوماتونو کې د وسله والو ترهګرو لخوا چاودني پر اسلام او شرعي دین باندې برید دی، او ترسره کوونکي به یې د قرآن کریم مبارکو آیتونو له مخې دوزخ ته ځي.
په همدې حال کې د فراه ولایت امنیه قوماندان غلام محی الدین خیر خواه وایي، نور به پر وسله والو طالبانو رحم ونکړي، ځکه وسله وال طالبان مقدس ځایونه د سپر په توګه کاروي او د اسلام مبارک دین ته سپکاوی کوي.
عاطفه مصمم

Share this page to Telegram

Comments