پر جبار قهرمان برید هېواد څخه د باندې طرح شوی

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت پخواني ريیس اسد الله خالد پر جبار قهرمان برید د هېواد دښمنان کار بللي او د عبدالجبار قهرمان وژل کېدل یې د هېواد لپاره یوه ستره ضایعه بللې ده .
نوموړي پر حکومت غږ کړی دی ، چې د یادې پېښې عاملین پیدا او قانوي جزا ورکړي .نوموړي زیاته کړې ده ، چې د یاد پلان جوړونکي د افغانستان بهر د نورو خلکو لپاره کار کوي .
خالد همدارنګه له حکومته غوښتي دي ، پر هغو هېوادونو فشار راوړي، چې طالبانو ته د ورته پېښو پلان جوړوي.ول
د ولسي جرګې د ټاکنو د نوم لیکنې له پیل څخه تر اوسه پورې دا لسم نوماند دی ، چې په تروریستي بردیدونو کې وژل کیږي .
که څه هم ټاکنو ته یوازې درې ورځې پاته دي ، خو ملي امنیت پخواني مشر اسدالله خالد له حکومته غوشتي ، چې د نوماندانو امنیت ته جدي پام وکړي .
طالبانو نن سهار د هلمند په لښکرګاه کې د عبدالجبار قهرمان د کمپاین په دفتر کې یوه ځای په ځای شوي ماین په چاودنه کې وويل شو. نوموړی لومړنی برحاله او بیا نوماند وکیل دی ، چې د طالبانو له لوري ووژل شو.
سرچینه : خبریال
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments