پر تیرو ۲۴ ساعتونو کې ددولت مخالفې ډلې ۱۲۶ تنه وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د ملي امنیت ریاست نه په خپور شوي اعلاميې کې راغلي چې د ملي امنیت ځانګرو ځواکونو په عملیاتو کې طالب او داعش وسله والې ډلې ته درنه مالي او ځاني تلفات اوښي دي.
اعلامیه زیاتوي چې، د ملي امنیت منسوبینو په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱ ځانګړي عملیات، ۲۸ هوایي او نه ګد عملیات ترسره کړي چې ۱۰۶ وسله وال طالبان او ۲۰ داعشیان وژل شوي دي.
د اعلامیې پر بنسټ یاد عملیات هلمند په ګدون نورو ولایاتو کې ترسره شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې دغو عملیاتو کې دداعش او طالب ډلې ۳۶ غړي ټپي او د مخدره مواد شل کارخانې، ۱۱۲۵ کیلو ګرامه چرس، ۱۸۰ ماینونه او ۱۴ موتر سایکلونه لا منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړيوال ائتلاف او امریکا پریکړه کړې چې د طالب او داعش عایداتي سرچینې افغانستان که له منځه وړي چې امریکې تیره ورځ هلمند کې د طالبانو نشه یې توکو پروسس پر ځینو کارخونه درنه راکتي او هوایي بریدونه کړي وو.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply