پر بهرنیو ځواکونو د افغان ځواکونو تکیه کمه شوې // نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

وروستي راپورونه وایي، امریکا غواړي له دوه زره او شلم کال مخکې له افغانستان خپل ځواکونه وباسي او د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې یواځې جګړه وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ته لارښوونه کړې چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو د وتلو په تړاو خپل چمتووال ونیسي او مایک پمپیو به په دې لارښوونه عمل وکړي.
امریکا پلان لري چې خپل ځواکونه به د ۲۰۲۰ کال وړاندې له افغانستان څخه بهر کړي هغه ځواکونه چې د افغان امنیتي ځواکونو د همکارۍ لپاره افغانستان کې په ۹ اډو کې مېشت دي.
امریکا سره د سولې په خبرو کې د طالبانو اساسي غوښتنه له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل و
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یو بیان کې ویلي((د امريکا ولسمشر نه زما مالومات دادي، چې هغه د نه ختمېدونکې جګړې د پايته رسولو په اړه مشوش دی، چې سرتېري را بهر کړي، را کم يې کړي او که يوازې موږ به هلته نه يو. هغو هېوادونو ، چې افغانستان کې دنده کړې په دې پوهېږي، چې غوڅ ملاتړ ماموريت کې د اروپا او نړۍ هېوادونه شامل دي. زه هيله لرم،چې په سيمه کې د جګړه ييز ځواک لپاره اړتياوې راکمې شي. دا نه تنها زما هيله ده بلکې ډېره به په زړه پورې به وي. ولسمشر غواړي هغوی ته خپل هېواد وسپاري او موږ خپل ميليونونه ډالر مصارف را کم کړو.))
دا مهال افغانستان کې نږدې ۱۴۰۰۰ بهرني ځواکونه دېره دي خو اوس چې د وتلو پرسر هوکړه شوې د افغانستان امنیت شورا وایي جګړه ورته له مخکې پاتې ده او افغان امنیتي ځواکونه خپله خاوره ساتلی شي.
ملي امنیت شورا دفتر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دې بیان په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان ځواکونه اوس پوره وړتیا لري چې له افغانستان او افغانانو ساتنه وکړي.
امنیت شورا باور لري چې افغان ځواکونو وړتیا اوس ډيره لوړه شوې او کیفیت او کمیت له کبله ځان بساینې خواته تللي او روان دي.
افغان ځواکونو ځانګړی ځواک اوس د سیمې په کچه ساری نه لري،خو داچې دا ځانګړی ځواک به نامرده دښمن سره اووښتی ډير کله دښمن د ملکي وګړو د سپر په توګه کار اخلي او ځینې بریدونو کې هدف ته رسیږي، هغه بریدونه چې هدف یې د ملکی وګړو مرګ ژوبله او د خلکو ترمنځ ویره خپرول وي.
د امریکا له تازه څرګندونو داسې جوتیږي چې طآلبانو سره خبرې بریالۍ دي او امریکایي ځواکونه نور افغانستان کې د پاتې کېدو تکل نه لري.
افغانان هم د بهرنیو ځواکونو په پوځي حضور افغانستان کې راضي نه دي او ټول غواړي چې بهرني ځواکونو پوځي حضور افغانستان کې پای ومومي او افغانان سولې ته ورسیږي.
د افغانستان جګړه کورنۍ نه ده، بیروني اړخونه لري او افغان ځواکونه د بهرنیو د ګواښ د له منځه وړلو لپاره د سیمې او نړۍ په نماینده ګۍ له ترهګرو سره مبارزه کوي.
خو ټینګار زیات په دې کېږي چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید تدریجي اوسي او امریکا نه باید له وتلو وروسته په افغانستان باندې خپلې مرستې او همکارۍ محدودې او کمې کړي.

Share this page to Telegram

Comments