پر بلوڅو د پاکستان د ظلمونو په لړ کې د مبارز بلوڅ الله نظر میرمن او بچي هم تښتول شوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ بلوچستان: په بلوچستان کې پر بلوڅو آزادي غوښتونکو د آی اس ای او پاکستان د ظلمونو په لړ کې د بیلتون پالي بلوڅ مشر ډاکټر الله نظر بلوڅ میرمن او ماشومان تر نیول کيدو وروسته نامعلوم لوري ته بیول شوي دي.

یو شمېر رسنیو د نوموړي د کورنۍ د غړو له خولې ليکلي دي چې د هغه کورنۍ او بچيان پوځ ونيول او نامعلوم لوري ته يي بوتلل.

په کوټه کې د ښځو د حقوقو فعالانو په يو لاریون کې وويل چې د پاکستان استخباراتو درې نورې میرمنې هم تښتولي دي.

قدیر بلوڅ چې يو بل بلوڅ مبارز دی وايي:« چې له مشکۍ سیمې څخه د الله نظر ميرمن او بچيان کوټې ته د  درملنې لپاره راتلل چې تر نيول کيدو وروسته نامعلوم لوري ته تښتولي دي.»

بلخوا ويل کيږي پاکستاني استخباراتو د اسلم بلوڅ په نوم يو بل بلوڅ مبارز له کوره هم درې میرمنې تښتولي دي.

الله نظر بلوڅ چې د بلوڅانو تر ټولو فعال وسله وال مبارز بلل کيږي تري تم دی خو ویل کيږي نوموړی ژوندی دی او د پنجاب د شته حکومت  پر ضد خپله سپيڅلې مبارزه جاري ساتي.

پاکستان پر بلوڅ دا ظلمونه په داسې حال کې تیز کړي دي چې تر دې دمه تر شلو زرو ډير بلوڅان پاکستان تري تم کړي  دي او ويل کيږي د ډيرو مړي يي سوځولي دي.

د کوټې مطبوعاتي کلب مخې ته را ټولو شویو بلوڅ ميرمنو وويل چې پاکستاني استخبارات او پوځ د دوی په وژنه او تښتونه کې لاس لري او تر تښتول کيدو وروسته د  ژوندیو انسانانو مړي او ژوندي ورک شي.

هندوکش ـ کوټه

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply