پر بدن د لیمو اغیز

comments 0

0 Views

د پوستکي د ښکلي کولو لپاره تروش لیمو پریمانه کیمیاوي مواد لري، چې د پوستکي په روغتیا سربېره د تازه ګۍ، ځوانۍ او قوي کېدو باعث هم ګرځي.
لیمو د پوستکي د زړېدو او ګونځې کېدو مخنیوی کوي او پر مخ د تورچکه لیکو د پاکوالي لپاره د شپې لخوا د لیمو اوبه پرمخ وموښئ او تر سهاره یې همداسې پرېږدئ. که د لیمو اوبه له ګیلسرین سره یو ځای شي، نو ترلاسه شوی مخلوط د پوستکي د ګونځو له منځه وړو لپاره ښه نسخه ده.
که غواړئ چې ویښتان مو ښکلي شي، نو د لیمو یوه اندازه اوبه له یخو اوبو سره ګډې کړئ او ترلاسه شوی ترکیب په ویښتانو وموښئ، تر یو څو دقیقو وروسته ویښتان ووینځئ.
د لیمو اوبه که چېرې په وچ پوستکي وموښل شي، نو د پوستکي وچوالی له منځه وړي او که پښې یا څنګل مو چاودې شوی وي، نو د لیمو اوبه یې بېرته عادي حالت ته په ګرځولو کې له تاسو سره مرسته کوي.
همدا ډول ډاکتران وایي، د ستړیا له منځه وړو لپاره هم لیمو کافي شافي نسخه ده، په ځانګړي ډول کله چې په سړه هوا کې ښه ستړي شوۍ، نو پښې مو د یو څو دقیقو لپاره په ګرمو اوبو کې کېږدئ، تر را وېستو وروسته هره پښه د نیم لیمو په اوبو غوړه کړئ، پدې سره به مو پښې هم ښکلې شي، بد بوی به یې هم له منځه ولاړ شي او ستړیا به یې هم رفع شي.
په لیمو کې ویټامین سي، د ویټامین بي ډلې او یو شمېر نور معدني مواد لکه پتاشیم، مګنیزیم او ځینې نور شته دي.
د سفر پرمهال که کله هم د یوې سیمې په اوبو شکمن شوۍ، چې له څښلو یې راته څه ناروغي پیدا نشي، نو وړاندې پکې د لیمو یو څو څاڅکي اوبه وڅڅوئ، د اوبو ټول مکروبونه به یې ختم شي ځکه چې لیمو د مکروب ضد خاصیت هم لري.
تروش لیمو نه یوازې ستاسو ظاهري ښکلا ته ګټه لري، بلکې روغتیا ته مو هم ګټه لري او له ډلې به یې په ځینو دلته بحث وکړو.
لیمو پخپل ترکیب کې ځینې کیمیاوي مواد لري، چې د یو شمېر ناروغیو او مکروبونو ضد خاصیت خپلوي او له منځه یې وړي.
هغوی چې په مثانه کې تیږې لري، نو لیمو دې وخوري او همدا ډول د زیړي ناروغۍ لپاره هم ګټور ثابت شوي دي.
په ورته وخت کې د چاغۍ ضد خاصیت یې بیا له هغو سره مرسته کولای شي، چې له زیات وزن څخه ځورېږي. که د زړه بدوالي، اشتها نه لرلو، زیړی، د وینې کموالی، په هاضمي سیستم کې ستونزې یا کلمو درد لرۍ، نو لیمو وخورئ.
څوک چې د وینې له لوړ فشار څخه ځورېږي، نو تروش لیمو دې وخوري، ځکه پکې شته (فیبر مواد) د وینې د فشار په کمولو کې مرسته کوي.
که مو کله ستونی په درد شو، نو په نیم ګیلاس تړمو اوبو کې د لیمو اوبه ورګډې کړئ او غړغړه یې کړئ د ستوني درد به مو ورک شي. همدا ډول د لیمو مکروب ضد خاصیت یې د زکام د مکروبونو په وژلو کې هم مرسته کولای شي.
لیمو د غاښونو له سپینولو سره هم مرسته کوي. همدا ډول د وریو د کلکوالي او وینې کېدو په مخنیوي کې هم رول لري.
تروش لیمو د هډوکو د ورستېدو مخه نیسي. همدا ډول د کولمو، معدې او رحِم داخلي ناروغیو په درملنه کې هم له مېرمنو سره ډېره مرسته کولای شي.
که کله مو پوزه وینې شوه، نو پنبه یا مالوچ د لیمو په اوبو کې لوند کړئ او د پوزې په سوريو کې یې کېږدئ، وینه به یې بنده شي.
هغوی چې د حافظې له کمزورۍ شکایت لري، نو تروش لیمو ورسره د حافظې په قوي کېدو کې مرسته کوي. په یو پاک دستمال د لیمو څو قطرې اوبه واچوئ او بیا یې بوی کړئ، حافظه به مو ورسره ښه شي.
د سر درد د له منځه وړو لپاره هم د لیمو ګټه ثابته شوې، کله مو چې سر درد کاوه، نو د چای یا قهوې په ګیلاس کې د یوه لیمو اوبه ور واچوئ او و یې څکئ، سر درد به مو ښه شي

Share this page to Telegram

Comments