پر افغان سوله دوه اړخیزې خبرې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ایراني اوچینايي چارواکو د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.
د افغانستان په چارو کې د چین ځانګړي استازي (ډینګ شیجون) په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي سره ناسته کړي.
دواړو خواو د افغانستان پر وروستي سیاسي او امنيتي وضعیت او همدا راز د سولې بهیر په تړاو هم نظرونه شریک کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي بیا افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره د سیمه ییزو هېوادونو پر رول ټینګار کړی دی.
دواړو لوریو پر دې هم ټینګار کړی چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغان حکومت په مالکیت او رهبریت دوام پيدا کړي.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments