پروان کې پر امریکايي ځواکونو برید مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پروان: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو رسنیز سرچینې وایي چې، تېره شپه یوولس بجې د بګرام ولسوالۍ په صیاد سیمه کې د امریکايي ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی دی.
د رسنیو په وینا، په دې برید کې دولتي او بهرنیو سرچینو د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
طالبانو بیا د پېښې مسوولیت منلی دی او په وینا یې اووه امریکايي عسکر یې په دې ځانمرګي برید کې وژلي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند هم له رسنیو سره په خبرو کې برید تایید کړی دی خو د تلفاتو په اړه یې د طالبانو ادعا رد کړې ده.
د بګرام ځايي چارواکي بیا وايي چې په پېښه کې ځايي دوکاندارانو او خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي، خو د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو په اړه معلومات نشته دي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments