پروان کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

comments 0

7 Views

هندوکش ـ پروان: پروان کې چارواکي وایي، چې طالبانو په کوه صافي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي.
دغه ولایت کې له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیر محمد صادق هاشمي وایي، د تېرې شپې دغه بریدونه امنیتي ځواکونو لخوا په شا تمبول شوي.
هاشمي وایي، ځوابي ډزو کې ۶ طالبان وژل شوي او ۴ نور ټپیان شوي دي.
طالبانو تر اوسه پدې اړه څه ندې ویلي
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments