پرشپږمه امنیتی حوزی موټربم حمله شوی

comments 0

2 Views

هندوکش-کابل: نن سهار شاوخوا نهه بجې د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د شپږمې امنیتي حوزې په لومړي قراول کې لومړی موټربم چاودنه و شوه او وروسته څو بریدګر پر شپږمه امنیتي حوزه برید پیل کړی.
چارواکي وایي، اوس مهال په سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه روانه ده.
د دې چاودنې له امله په سیمه کې عامو خلکو ته هم مالي اوځاني زیانونه اوښتي،خو تر دامهاله د تلفاتو د قیق شمېر نه دی روښانه خوداسی وویل کیږی چه ۳۴ ټپیان روغتونونوته انتقال شوي دي.
عیني شاهدانو ویلي چاودنه خورا زور وروه وه او په سیمه کې یې د یوشمېر دوکانونه او کورونه هم تخریب کړي دي.
تردا مهاله يي مسولیت کومی وسلوالی ډلي په غاړه نده اخیستی.
سپوژمی پوپلزی

Share this page to Telegram

Comments