پخوانی طالب چارواکی: په تذګره کې د مور نوم لیکل بې ناموسي وبلله

comments 0

129 Views

هندوکش ـــ کابل: د طالبانو پخوانی چارواکی سید اکبر اغا وايي، تذکره کې د مور نوم لیکل بربنډه بېناموسي ده او هېڅوک باید دغه کار ته اجازه ورنکړي.
نوموړي دغه څرګندونې په هغه غونډه کې کړي دي، چې هرات ولایت کې د سولې په اړه جوړه شوې وه.
هغه ویلي، دا کار د اسلامي اصولو خلاف دی، بېناموسي ده او مردانګي نه ده.
نوموړي خبرداری ورکړی دی، که چېرې حکومت دغه کار وکړي، د خلکو له غبرګون سره به مخ شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت کابینې تذګره کې د مور نوم لیکلو طرحه تایید کړې هم ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments