پاکستان یوځل بیا افغان سولې په برخه کې د مرستې ډاډ ورکړ

comments 0

6447 Views

هندوکش – پاکستان: ډان ورځپاڼه لیکې چې، د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب د پاکستان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره کتلي دي.
د رسنۍ په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو، د ترهګرۍ ضد پر روانې مبارزې، دوه اړخیزو همکاریو، سوله او نورو دوه اړخیزو مسایلو بحث او خبرې کړې دي.
باجوه په دې لیدنه کې یو ځل بیا ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او دوی په دې برخه کې مرستې ته تیار دي. تر اوږده ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې لوپوړی افغان امنیتي پلاوی پاکستان ته ځي او ددغه هېواد له مهمو پوځي مشرانو سره لیده کاته کوي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments