پاکستان کې چارواکي د ترهګرو د وژنې ادعا کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان په خیبر پښتونخواه ایالات کې امنیتي چارواکي وایي چې په ډیره اسماعیل خان کې یې ترهګر وژلي دي.
د خېبرپښتونخوا د جنوبي ضلعې ډېره اسماعيل خان پوليس وايي تېره شپه يې په درابن علاقه کې په عملياتو کې يو ترهګر وژلی دی.
د درابن تاڼې د پوليس مشر شوکت پروېز پخلی کړی چې پوليس، پوځ او اېف سي په ګډه دغه عمليات کړي دي.
وي او ای ډيوه سره په خبرو کې د عملياتو په اړوند پروېز وويل، وژل شوی ترهګر عبدالحکيم نوميږي او تعلق يې د کلاچي علاقې سره دی.
هغه وويل ياد ترهګر د تحریک طالبان سره تعلق ؤ، وړاندې يو ځل د پوځ په بند کې ؤ بيا خوشی کړی شوی او بيا ترهګرۍ پله تلی ؤ.
د پوليس افسر په وېنا د تېرې شپې په عملياتو کې يو پوليس، يو پوځي سرتېری او يو د اېف سي عسکر ژوبل شوي دي.
هغه وويل ترهګر په کور کې پټ ؤ، او دوي پرې چاپه ووهله بيا په مقابله او ځواب ډزو کې هغه وژل شوی دی.
په ډېره اسماعيل خان کې له دې وړاندې هم داسې پېښې رامنځته شوي چې پکې په امنيتي سرتېرو بريدونه شوي او د ترهګرو د وژنو ادعاوې هم پکې شوي دي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments