پاکستان کې ځانمرګي برید له امله دیارلس تنو ته مرګ ژوبله اوښې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان په کوټه ښار کې ځانمرګي له امله څلور پاکستاني پولیس وژل شوي او پولیسو په ګدون نهه تنه ټپیان شوي دي.
د یادې سیمې پولیسو په وینا،برید کوونکو هغه موټر په نښه کړ چې د بلوچستان د پولیسو مرستیال مشر حامد شکیل په‌ کې و.
د یادونې وړ ده چې دغه ځانمرګي برید کې حامد شکیل هم وژل شوې چې نوموړې په دې وروستیو کلونو کې د بېلتونپالو کوچنیو ډلو د غړو او یاغیانو په نیولو کې مهمه ونډه لرله.
د یاد برید پړه پاکستاني طالبان په غاړه اخیستې ده.
پولیسو لخوا په یوې اعلاميې کې راغلي چې برید کوونکي له ۱۵ کېلو ګرامه چاودېدونکو موادو کار اخیستی و.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *