پاکستان کې په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې 136 روغتیاپالان په کرونه اخته شوي دي

comments 0

323 Views

هندوکش – پاکستان: د ځوانو ډاکټران د اتحادیې د پنجاب د ایالتي څانګې رییس سلمان چودري ویلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې 136 تنه مسکلی روغتیاپالان په کرونا وبا اخته شوي دي.
د پاکستاني رسنیو خبرونو له مخې، پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې 1216 تنه په کرونا وبا اخته شوي دي او 35 تنه ددې وبا له امله مړه شوي دي.
همدارنګه ۳۰۲۹ تنه بیا له دې ویروس څخه روغ شوي دي. د تازه مثبتو پېښو له ثبتېدو سره په دغه هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۱۳۲۸۶ تنو ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې پنجاب ایالت کې روغتیا پالو د کرونا وبا پرضد د مبارزې پر مهال د وقایې د لازمو تجهیزاتو د نشتوالي له کبله په اعتصاب لاس پورې کړی ، د ټیټ کیفیت لرونکو وسایلو د کارولو په نتیجه کې د هغو مسلکي روغتیايي کارکوونکو په شمیر کې زیاتوالی راغلی دی چې د کرونا وبا پرضد مبارزه کوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments