پاکستان کې پر پوځ برید څوارلسو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: په شمالي وزیرستان کې د پوځ پر کاروان د وسله والو په دوو جلا بریدونو کې څلور پاکستاني سرتېري وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د چارواکو په خبره دا برید پرون په داسې حال کې وشو چې پوځیان له سیمي نه د تېرېدو په حال کې وو. رویټرز اژانس د یو پاکستاني چارواکي له قوله ویلي، بریدګر د ډیورېنډ بلې غاړې، افغانستان ته تښتېدلي دي.
تر اوسه کومې ډلې د دغو بریدونو مسولیت نه دی منلی. تر همدې برید څو ساعته مخکې چارواکو ویلي وو چې ګڼو وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید کړی دی او درې پولیس سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments