پاکستان کې پر پوځي سرتیر خونړې برید شوې

comments 0

2297 Views

هندوکش – پاکستان: د شمالي وزیرستان په شوا تحصیل سیمه کې د خاصه دار ځواک په یوه پوسته کې چاودنه شوې ده.
د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې درې پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې په ډېره اسماعیل خان سیمه کې پر یوه کور ډزې شوې دي او پنځه کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده. د چارواکو په وینا دواړه پېښې نن سهار وختي رامنځته شوې دي.
چارواکي وایي دوه سرتېري د چاودنې په ځای کې او بل هغه روغتون ته پر لار وژل شوی دی. تر اوسه ددې داوړو پېښو پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments