پاکستان کې میشت افغان کډوالو افغان حکومت ته خپلې ستونزې په داګه کړې

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د کډوالو او راسټنیدونکو چارو وزیر سره په یوه کتنه کې د پاکستان بیلا بیلو سیمو کې میشت افغان کډوالو خپلې ستونزې شریکې کړې.
کډوالو او راسټنیدونکوې وزارت نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلې چې: یادې غونډې کې د کډوالو او راسټنیدونکو چارو وزیر او معینان، د مشرانو جرګې استازي، یو شمیر نورو ادارو چارواکو ترڅنګ پاکستان کې میشت د افغان کډوالو ۱۶۰ تنه استازو هم حضور درلوده.
یادې غونډې کې امنیتي ستونزې ، د سرپناه نشتوالی، زده کړو او روغتیايي خدماتو ته نه لاسرسۍ، په پاکستان کې د کډوالو ځورونه او په جبر ایستل، بشري خدماتو ته نه لاسرسۍ، سوداګرو ته د پانګونې د زمینو نه برابرول هغه ستونزې وې چې د پاکستان میشتو کډوالو استازو له خوا ترې یادونه وشوه.
سید حسین عالمي بلخي د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر یادې غونډې کې د کډوالو د ستونزو او غوښتنو له اورېدو وروسته وویل: چې د کډولو ستونزو ته رسیدنه د حکومت یو له لومړیتوبونو څخه ده او حکومت په دې هڅه کې ده ترڅو راسټنیدونکو کدوالو ته افغانستان کې د ښه ژوند کولو زمینه برابره کړي.
سپوژمې پوپلزې

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply