پاکستان کې د کډوالو په وضعیت خبرې شوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: افغانستان او پاکستان د افغان کډوالو په تړاو خبرې کړي دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان او پاکستاني چارواکو په اسلام آباد کې د کډوالو وضعیت په تړاو او همداراز د دغو کډوالو راستنېدو په تړاو خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې دواړه خواوې هوکړې ته رسېدلي چې د کډوالو د راستنېدو وخت هم وارزوي.
د خبرپاڼې له مخې دواړه خواوو همداراز هوکړه کړې چې اړیکې به پراخوي او په افغانستان کې کډوالو ته د استوګنې ځایونو په برابرولو کې همکاري کوي.
د دواړو لورو ناسته د افغانستان او پاکستان د عمل پلان پر اساس جوړه شوې ده.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments