پاکستان کې د پوځ ۱۱ سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

comments 0

20 Views

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان د بلوچستان په پنچګور ولسوالۍ کې په پاکستاني پوځیانو وسلوال برید شوی، چې پکې درې تنه وژل شوي او اته تنه نور مرګوني ټپیان شوي، په ټپیانو کې د پنځه تنو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
پاکستان دفاع وزارت اعلامیه وايي،چې تر سره شوی برید د پنچګور په ګیچک کې هغه مهال شوی چې پوځیان یې په ګزمه حال کې و.
دا په داسې حال کې ده، چې روان میلادي کال دا په بلوچستان کې پر امنیتي ځواکونو دریم لوی برید دی.
تر دې وړاندې مۍ میاشت کې هم د بولان په پیرغیب کې هم د یوه برید له امله د پاکستان شپږ پوځیان ووژل او څلور نور ټپیان شول.
له هغه څو ورځې مخکې هم پنچګور کې د برید له امله د پاکستان شپږ سرتېري ووژل شول.
د بلوچستان ازادۍ جبهې په نوم ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی او وايي، د پوځ پېنځه موټر یې په نښه کړي وو.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments