پاکستان کې د هوايي ځواک یوه الوتکه نسکوره شوې

comments 0

2 Views

هندوکشر ــ پاکستان: د پاکستان د حکومت یو ویاند وایي د دغه هېواد د هوایي ځواک یوه الوتکه پلازمېنې اسلام اباد ته نږدې نسکوره شوې ده.
د حکومت دغه ویاند نن چهارشنبه رویټرز اژانس ته ویلي، موږ په مړو پسې د پلټنې عملیات کوو.
سم د لاسه د دغې الوتکې د نوعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.
راپورونه وايي دغه الوتکه چاند تارا ساحې ته نږدې نسکوره شوې ده.
د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې په حواله، امنیتي ځواکونه او امبولانسونه د پېښې ساحې ته رسېدلي دي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments