پاکستان کې د تندر پرېوتو له امله ۲۷ کسان وژل شوي

comments 0

7 Views

هندوکش ــ پاکستان: د پاکستان په جنوبي صحرايي سیمه کې تېره شپه د سختو بارانونو وریدو او د تندورونو پرېوتو لږ تر لږه ۲۷ کسان وژلي دي.
د سند د ایالتي حکومت ویاند سید غني ویلي، چارواکو په سیمه کې بیړنی حالت اعلان کړی او د سند ایالت تهر دښتې ته یې ژغورونکې ډلې استولي دي.
د سید غني په وینا په روغتونونو کې د ښځو او ماشومانو په شمول د هغو لسګونو کسانو درملنه شوې چې د تندرونو او په ځینو ځایونو کې د ودانیو د پرېوتو له کبله ټپیان شوې وو.
د ایدهي په نوم د یوه خیریه بنسټ ویاند انور کاظمي ویلي، په داسې حال کې چې ژغورنکي لرې پرتو کلیو ته رسیدلي، د وژل شویو د شمېر د زیاتېدو اندېښنه شته.
پاکستانۍ ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې د تندرونو د پرېوتو او ورپسې په اغېزمنه شوې سیمه کې اورلګېدونو سلګونه څاروي هم وژلي دي.
دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments