پاکستان کې د ترهګرو د مرکزونو په تړلو ټینګار

comments 0

930 Views

هندوکش – کابل: اجراییه رییس عبدالله عبدالله د سیکا په غونډه کې په پاکستان کې د طالبانو د مرکزنو په تړلو ټینګار کړی.
نوموړي دغه راز په سیمه کې د فقر، فساد او وسلوالو جګړو د لمنځه وړولو لپاره د سیمې د هېوادنو همکاري مهمه بللې.
اجراییه رییس د سیکا کنفرانس په څنډه کې د ترکیې، تاجکستان، ترکيې او ایران له ولسمشرانو سربېره د یو شمیر هېوادنو د لوړ پوړو چارواکو سره لیدلي او په سوله او امنیت غږیدلي.
عبدالله عبدالله د سیکا کنفرانس په څنډه کې چې د ۲۷ هېوادنو مشرانو حضور درلود له یو لړ مشرانو سره لیدلي او د افغانستان د سولې او ثبات او دوه اړخیزو همکاریو ورسره غږېدلی.
سیکا چې د اسیایي هېوادونو ترمنځ د اعتماد د پیدا کولو او متقابلو همکاریو سازمان دی، پنځمه سرمشریزه یې د تاجکستان په کوربه توب دوشنبه کې جوړه شوې وه، تمرکز په سیمه ییز اتصال او د شریکو ستونزو په اړه په ګډه مبارزه و.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments