پاکستان کې د ایډز ناروغې مخ په ډیریدو دې

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان د روغتیا وزیر ویلي چې د دغه هېواد د جنوب په يوه ښار کې نږدې ٧٠٠ کسان چې ډیری یې ماشومان دي، د ايډز په «اېچ.ای.وي» وایروس اخته شوي دي.
چارواکي وايي، د ايډز ناروغۍ وايروس «HIV» هغه وخت په رتوديرو ښار کې خپور شو چې د مظفر غانغارو په نوم له يوه محلي ډاکټر څخه چې په‌دې ناروغۍ اخته و، دې ناروغۍ د اپرېل په لومړيو کې نورو کسانو ته سرايت وکړ.
دغه ډاکټر روانه مياشت وروسته له هغې ونيول شو چې په سلګونو کسانو کې د دې وايروس مثبتې پېښې وليدل شوې.
پوليس اوس دا څېړي چې ايا ډاکټر غانغارو په لوى لاس دغه ناروغي نورو ته خپره کړې ده؟
د پاکستان د روغتيا وزير ظفر ميرزا پرون د یکشنبې په ورځ په اسلام‌اباد کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، په رتوديرو کې له جمعې راهيسې په ٦٨١ کسانو کې چې ٥٣٧ تنه يې له دوه کلنۍ تر ١٢ کلنۍ ماشومان دي، د «HIV» مثبتې پېښې ليدل شوي دي.
د روغتيا وزير ظفر میرزا ویلي چې تر ٢١زرو او ٣٠٠ زيات کسان معاینه شوي او د دې ویره شته چې ښايي په «اېچ.ای.وي» د اخته کسانو شمېر تر دې زيات وي.
د روغتيا وزير وايي په «HIV» ايډز د دومره کسانو د اخته يو علت دا و چې دغه ډاکټر خلکو ته ناپاکې ستنې کارولې.
د ايډز ناروغۍ «اېچ.ای.وي» وايروس د انسان د بدن دفاعي سیسټم ژوبلوي.
په ټول پاکستان کې په «HIV» ايډز د اخته کسانو شمېر ٢٣٠٠٠ ته رسېږي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments