پاکستان کې د اوبو ککړتیا هر کال د زرو تنو ژوند اخلي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د ملګرو ملتونو په نوې خپور شوي راپور کې راغلي چې پاکستان كې د ساري ناروغيو له امله د وژل شویو كسانو ۴۰ سلنه يې د ناپاكو اوبو د څښلو په پايله كې رامنځته کیږي.
یاد هیواد چې کابو ۲۰۰ ميليونه نفوس لري د چاپېريال د ككړتيا، د نفوسو د زياتوالي او غير منظم ښاري سيستم له امله د نفوسو شاوخوا ۷۰ سلنه پاكو اوبو ته لاس رسى نه لري.
یاد راپور چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو سره د مرستې د ادارې يونيسف لخوا خپور شوى دى، راغلي دي چې د ناپاكو اوبو له امله د وژل شو كسانو تر نيمايي زیات ۱۰ كلونو نه ټيټ عمر لرونکي ماشومان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاكستان په لرې پرتو سيمو كې د پاكو اوبو نشتوالى تر ټولو لويه ستونزه ده.
د پاكستان د روغتيا وزيرې سايرې افضل څرګنده كړه چې د سند او پنجاب په ايالتونو كې په لرې پرتو سيمو كې د پاكو اوبو د اړتيا د پوره كولو په موخه يو لړ پروژې عملي كوي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply