پاکستان کې د امریکایي بی پیلوته الوتکو په برید کې د حقاني شبکې قوماندان ووژل شو

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان په قبایلي سیمو کې د امریکایې بی پیلوټه الوتکو په برید کې درې تنه ترهګر وژل شوي دي.
دغه عملیات د ډیورند کرښې هغه غاړه د کورمه ایجنسي په غوزګړۍ سیمه کې ترسره شوې دې.
پاکستانيو رسنۍ وایې چې، پرون د يادې قبايلي سيمې په (غوز ګړۍ) سيمه کې بې پېلوټه الوتکې پر يو کور دوه راکټ وويشتل چې له کبله يې درې تنه مړه، او دوه نور ټپيان شول.
رسنې وایې چې یاد بريد د يو تن مولوي محب الله په کور شوی، چې د حقاني شبکې سره يې اړيکې درلودې.
دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو جمهور ریس نوي تګلارې سره سم پاکستان کې د امریکایي بی پیلوته الوتکو عملیات ډیر شوي دي چې په وروستیو کلونو کې کم شوي وو.
تردې دمه حقاني شبکې په دې اړه څه نه دي ویلي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply