پاکستان کې د افغان کډوالو په تړاو د ملګرو ملتونو غوښتنه

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: ملګرو ملتونو له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د استوگنې نیټه د اوږدې مودې لپاره وغځوي.
ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان کې وضعیت عادي نه دی چې کډوال خپل هېواد ته لاړ شي او باید پاکستان د درې او شپږ میاشتو په نسبت دا ځل د اوسېدو موده دوه کاله وغځوي.
د ملګرو ملتونو د د یو اېن اېچ سي آر ویاند، قیصر افریدي ویلي، اداره یې له پاکستان حکومت سره په اړیکه کې ده څو یاده موضوع حل کړي.
افریدي ویلي، افغان کډوال به پخپله خوښه افغانستان ته ستنیږي، مگر دوی د پاکستان له حکومت غواړي چې د دوی لپاره د اوږدې مودې اوسدو اجازه ورکړي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments