پاکستان کې د افغان سیاستوالو غونډه کیږي

comments 0

1 Views

هندوکش – کابل: ټاکل شوې نن پاکستان کې د افغان سیاستوالو په ګډون د سولې په نوم کنفرانس جوړ شي.
دې ناستې ته له ۳۰ زیات افغان سیاستوال غوښتل شوي.
که څه هم تر اوسه طالبانو په رسمي ډول دې ناسته کې د ګډون په تړاو څه نه دي ویلي، خو د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، ښايي په ناسته کې یو شمېر طالب استازي هم ګډون وکړي.
مخکیني ولسمشر حامد کرزي ویلي، په دې ناسته کې ځکه ګډون نه کوي چې د مشورې لپاره یې کافي وخت نه درلود.
انجنير ګلبدین حكمتيار، عطا محمد نور، حاجي محمد محقق، سيد حامد ګيلاني، حاجي دين محمد، اسماعیل خان او يو شمېر نور سياستوال به په دې غونډه كې ګډون وكړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments