پاکستان کې بمي چاودنې له امله حکومتي افسر په ګدون شپږ تنه وژل شوي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان:د پاکستان په قبایلي سیمه کې د یوه ځایې حکومتې افسر پر کارون بم چاودنه شوې چې له امله یې ۶ تنه وژل شوي دي.
یاده پیښه د باجوړ ایجنسی لوې ماموند سیمه کې شوې ده.
د باجوړې ایجنسی دولتې چارواکي وایې، د دغه برید هدف د باجوړ ایجنسۍ جګپوړی دولتي چارواکی “تحصیلدار” فواد علي و چې د برید په نتیجه کې له د خپلو ۴ ساتونکو او ډریور سره یوځای وژل شوی او موټر یې په بشپړه توګه له منځه تللی دی.
ویل کیږي په دغه پېښه کې ۲ کسان ټپیان شوي هم دي چې د درملنې لپاره پېښور ته لېږدول شوي دي.
باجوړ ایجنسي افغان پولې ته پرته یوه سیمه ده چې په کې د تحریک طالبان پاکستان او داسې نورې ترهګرې ډلې پراخ فعالیت کوي.
پاکستاني رسنۍ وایې چې، په باجوړ کې د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونې هم د پاکستان پوځ په کاروان ترهګرې برید ترسره شوې وو چې له امله یې ډیرې پاکستاني سرتیري وژل شوي وو.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *