پاکستان کې افغان کډوال ثبت شول

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: راپورونه وایي، نږدې یو میلیون نا ثبت شوي افغان کډوال په پاکستان کې ثبت شول.
بهرنیو رسنیو د کډوالو د ادارې له قوله لیکلي چې دغه شمېر کډوال د حکومت د مسودې له مخې راجستر شوي او شناخت کارتونه ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت له افغان کډوالو غوښتي چې په خپل خوښه دې افغانستان ته ستانه شي.
پاکستان کې نږدې یو نیم میلیون افغان کډوال شته چې پاکستان ترې ډیر کله د سیاسي فشارونو لپاره کار اخلي.
افغان حکومت هڅه کوي چې له پاکستان څخه ټول افغان کډوال خپل هېواد ته راستانه کړي.
اتمر سعودي ته تللی
د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر سعودي عربستان ته تللی.
له ملي امنیت شورا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې اتمر به سعودي عربستان ته د خپل سفر په مهال، د هغه هېواد له لوړو پوړو چارواکو سره په بېلا بېلو موضوعاتو خبرې وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې سعودي عربستان ته د اتمر سفر د دغه هېواد د شهزاده محمد بن سلمان آل سعود په رسمي بلنه شوی دی.
تراوسه د سفر د جزیاتو په تړاو له رسنیو سره مالومات نه دي شریک شوي چې د خبرو تمرکز به یې په کومو موضوعاتو وي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply