پاکستان کراچۍ ښار کې پر یو مارکيټ وسلوال برید شوی دی

comments 0

3486 Views

هندوکش ـ پاکستان:د پاکستان کراچۍ ښار کې پر یو مارکېټ وسلوال برید شوی،چې له امله یې د څلورو وسلوالو په ګډون اته کسان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، په تر سره شوي برید کې څلور پولیس وژل شوي او پېنځو نورو پولیسو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
چارواکو په خبره، یاد برید لومرۍ د یو پارکېنک له لارې وسلوال ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه یې د لاسي بمونو برید وکړ.
د سیند یو چارواکی رسنیو ته وویل، چې وسلوال په یو کرولا موټر کې راغلل،د پولیسو لخوا په دروازه کې ودرول شول او له هغه وروسته ډزې پیل شوي، وسلوال ودانۍ ته ننوتل، خو هلته ووژل شول.
نوموړي برید مسوولیت د بلوڅو بېلتون پالې ډلې په غاړه اخیستی دی
یادې ډلې یو ویاند وویل، چې دغه برید د موږ ملګري مجید لېوا تر سره کړی دی
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments