پاکستان: پیپلز ګوند د ډېسېمبر په پای کې د حکومت خلاف مظاهرې پیلوي

comments 0

30 Views

هندوکش ــ پاکشتان: د پاکستان پیپلز ګوند چارواکي وايي، د ډېسېمبر له ۲۷مې نېټې نه د عمران خان د حکومت د لرې کولو لپاره یو احتجاجي مهم پیلوي.
د یاد ګوند یو مشر اخوندزاده چټان د ډېسېمبر پر ۱۴مه مشال رېډيو ته وویل چې د موجوده حکومت کارکردګي ښه نه ده او د ولس ستونزې ورځ تر بلې زیاتېږي. نو هغوی ځکه پلان لري چې پر ضد یې احتجاج پیل کړي.
“دا احتجاج به د پیپلز ګوند تر منشور لاندې وې خو اپوزیشن ګوندونه هم راسره په دې کې شاملېدای شي. هر ګوند ته حق ترلاسه دی چې د اپوزیشن کردار ادا کړي.”
اخوندزاده چټان زیاته کړه، د احتجاجونو د کړنلارې په اړه به نور جزیات وروسته له رسنیو سره شریک کړي.”
خو د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړی محمد اقبال اپریدی وايي، اپوزیشن ګوندونه د خپلو درغلیو پټولو او د ولس پام اړولو لپاره دا احتجاحونه کوي.
د پيپلز ګوند د احتجاجي مهم نه وړاندې په پاکستان کې د حکومت خلاف د جمعیت علمای اسلام ف ډلې په مشرۍ د اپوزیشن ګوندونو احتجاجونه پیل شوي دي.
جمعیت علمای اسلام ف لومړی د اکتوبر له ۳۱ په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته پیل کړه او بیا د دهرنې ختمولو وروسته اوس د هېواد په بېله بېلو سیمو کې وخت نا وخت احتجاجونه کوي.
هغوی تور پورې کوي چې موجوده حکومت په ټګیو او درغلیو راغلی نو وزیراعظم عمران خان دې د استعفی ورکړي او په ملک کې دې د پوځي لاسوهنې پرته انتخابات وشي.
خو وزیراعظم عمران خان، الیکشن کمېشن او پوځ په انتخاباتو کې د درغلیو او لاسوهنې تورونه ردوي.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments