پاکستان پوځ وزیرستان کې پښتانه مدني فعالان له نیول کیدو وروسته بندیان کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د کوزې پښتونخوا نامتو سیاستوال او مدني فعال آفراسیاب خټک وایې چې د پاکستان پوځ له تېرو څو ورځو راهيسې په وزيرستان کې د ځوانانو او مدني فعالانو نيول پيل کړي دي.
هغه زیاتوي، وزیرستان کې هغه مدني فعالان نیول کیږي چې د سيمې له اوسېدونکو او ولس سره د امنيتي ځواکونو د ناسم چلند له امله غبرګون ښيي.
خټک وایي، په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکو له لوى اختر وروسته هغه مهال پر سياسي فعاليتونو بنديز ولګاوه چې د سيمې ځينو ځوانانو د خپلو غوښتنو او ستونزو په اړه لاريون وکړ.
نوموړې وایي، د پلټنو په پلمه پاکستان پوځ مدني فعالان نیسي او بندیان کوي.
پاکستان کې د مدني فعالانو بنسټ ډیره کړې چې، پاکستاني پوځ د فعالو ځوانانو د نیولو لړۍ پیل کړې او دوی خپلو فعالیتونو ته نه پرېږدي.
پاکستان کې د پښتنو مدني فعالانو لاریون له هغې وروسته پیل شوې چې پاکستان پوځ شمالې وزیرستان کې پښتنو سره بد چلند کاوه او هغوې يې بندیان کول.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *