پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنګ ته اجازه نه ورکوي

comments 0

31 Views

هندوکش – پاکستان: د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او مخکښ غړی منظور پښتون او علي وزیر د ارمان لوڼي جنازې ته نه پریښودل کیږي.
په ټولنیزو رسنیو خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي چې علي وزیر سره له خپلو ملګرو غواړي جنازې ته ولاړ شي خو پاکستان پوځ یې مخنیوی کوي.
په پام کې ده چې نن درې بجې ځايي وخت د ارمان لوڼي جنازې لمونځ قلعه سیف الله کې ادا شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران له خپلو ملګرو او پښتنو ولسونو غواړي چې تاوتریخوالی و نه کړي او د پاکستان پوځ زور زیاتي پر وړاندې له سولییز حرکت کار واخلي.
ارمان لوڼی تیره ورځ ناوخته کور ته پر لار د پاکستاني پولیسو له لوري له سختې شکنجې وروسته وژل شوی دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments