پاکستان پوځ د پښتون غورځنګ حوصله ازمایي / نوید احمد څرک

comments 0

0 Views

یو شمیر ځوانان وايي چې منظور پښتین او ملګري یې ولې د پاکستان له حکومت سره وسله واله مبارزه نه کوي؟
د افغانستان د پښتنو یو ستر مشکل دا دی چې فکر کوي د پاکستان پښتنو ته هم د پاکستان دښمني هماغسې روښانه ده لکه دوی ته چې ده. دوی پدې فکر نه کوي چې پاکستان په لر پښتنو دا درې نسله کار کړی او هغوی یې داسې برینواش کړي چې اکثریت یې همغومره ځان پاکستانیان ګڼي لکه څومره یې چې یو پنجابی ګڼي.
دوی اوس هم د پاکستان د دفاع لپاره تر خپل سره تیر دي. له هند سره په ټولو جګړو کې دوی د پاکستان په دفاع کې خپل لسګونه زره کسان قرباني کړل. حتا په ځانو پورې یې بمونه وتړل او د هندي ټانکو مخې ته یې ځانونه واچول. په بله معنا دوی فکراً دومره پاکستانیان دي لکه پنجابیان. نور خو څه کوې چې د غفار خان لمسیان یې هم کلک پاکستانیان کړي.
پنځه سلنه لر پښتانه به هم پیدا نکړې چې د پاکستان دولت پردی وګڼي او د پاکستان په ضد ټوپک څه چې حتا خبره هم وکړي. بل په اوس وخت کې که کوم پښتون د پاکستان په ضد ټوپک راپورته هم کړي نو اول به یې خپل پښتانه مخالفت وکړي او له مینځه به یې یوسي ځکه اوس مهال په کمه استثنا لر پښتانه ځانونه کلک پاکستانیان ګڼي.
که منظور پښتین خپله مبارزه د عدم تشدد په ځای په تشدد شروع کړې وای اوس به د پاکستان پوځ وخته وژلی وو. نه به یې د دومره پښتنو سترګې خلاصې کړې وې او نه به چا پيژنده. پاکستاني پوځ ډیر لرپښتانه ووژل دا به یې هم یو بې نومه قرباني وو.
خو همدا عدم تشدد دی چې نن هغه په پښتنو کې لکونه پلویان لري او د هغوی په فکرو کار کوي. د دوه کاله مخکې په نسبت نن لږ ډیر پښتانه د پاکستان دولت ته د دښمن په سترګه ګوري. دا شمیره یوازې په هغه صورت کې ډیریدای شي چې منظور پښتین لکه دا اوس د پاکستان په هره نقطه کې جلسې وکړې او خپل پیغام پخپله ژبه تر عامو خلکو ورسوي.
خو که منظور پښتین وسله واله مبارزه شروع کړي نو مجبور دی چې چیرته لرې قبایلو کې پټ شي یا له هیواده بهر لاړ شي. بیا به هیڅکله هم خپله خبره تر میلونونو پښتنو لکه اوس یې چې رسوي ونه شي رسولای. د پاکستان حکومت همدا غواړي چې منظور پښتین وسله واله مبارزه وکړي تر څو دوی ته بهانه په لاس ورشي، د ترهګر نوم پرې کیږدي او له مینځه یې یوسي.
بیا وایم تر څو چې لر پښتانه فکراً راویښ شوي نه وي او پدې پوه شوي نه وي چې پاکستان یې دښمن دی نو وسله واله مبارزه به یې هیڅ رنګ رانه وړي برعکس ډیر تاوان به وکړي او د پوځ کنټرول به پرې نور هم کلک شي.
تیرو دوه کلو وښودله چې منظور پښتین د خلکو په راټولولو او د دوی د فکر په جوړولو کې تکړه دی. پریږدئ چې هغه په همدې برخه کې کار وکړي او لکونه نور پښتینان جوړ کړي. همدارنګه منظور نظامي تجربه نلري ځکه نو د جنګ په صورت کې به د پاکستان د پوځ په مقابل کې دومره ګټور ثابت نشي لکه څومره چې په عدم تشدد کې ګټور ثابت شوی.
یو بل شي ته مو پام وي هغه دا چې منظور پښتین باید له نیشنل ګوند یا پښتونخوا ملي عوامي ګوند یا نورو سیاسي ګوندو سره پرتله نشي. دغو ګوندو له شروع نه تر اوسه دومره کار نه دی کړی څومره کار چې منظور په دا تیرو دوه کلو کې وکړ. بل د منظور پښتین غورځنګ له عامو خلکو راټوکیدلی ځکه نو د ملت په نبض تر نورو ښه پوهیږي. همدارنګه منظور یوازې د ټاکنو په وخت کې نه بلکې ټول کال فعالیت کوي. که همداسې روان وي څه فکر کوئ چې پنځه یا لس کاله وروسته به یې څومره کار کړی وي. بیا وایم منظور پریږدئ چې په عدم تشدد کې خپل کار وکړي.
دا هم باید هیره نه کړو چې د ده مبارزه د یو وحشي او بې رحمه حکومت په ضد ده. دوی چې دا مبارزه شروع کړې نو خامخا یې یو شمیر خطرونه منلي. ارمان لوڼي د دې مبارزې نه اول قرباني دی او نه به یې اخر وي. داسې ډیر نور به هم قرباني شي خو د منظور لپاره بهترینه لاره په اوس وخت کې د عدم تشدد پواسطه د خپلو خلکو رابیدارولو ده. که یې تشدد ته لاس واچاوه نو د پاکستان بیرحمه پوځ به د پي ټي ایم ټول مشران په یو څو ورځو کې له مینځه یوسي او دغه تحریک به په ټپه ودریږي. دا دومره کار چې منظور کړی ورو ورو به دغه هم بیرته له مینځه یوسي. ځکه نو منظور باید اوږدمهاله فکر وکړي.
په اوس وخت کې د منظور لپاره د پاکستاني پوځ سره تر مسلح جګړې دا بهتره ده چې خپل خلک راويښ کړي. په مسلح جنګ کې د منظور ورکول پاکستاني پوځ ته هیڅ مشکل نه دي خو که منظور خپل یو زیات شمیر پښتانه راويښ کړي نو بیا پرې د پاکستان د پوځ زور هم نه رسیږي.
همدارنګه که اوسمهال د منظور ځینې ملګري هم وسله واله مبارزه شروع کړي نو دی یې باید مخالفت وکړي او پرینږدي چې د ده دا غورځنګ د یو څو جذباتیانو په وجه له مینځه لاړ شي. له مکار دښمن سره به د جذباتو په ځای د عقل په مټ مبارزه کوې.
نو افغانانو ته بیا وایم چې هغو پښتنو ته د ځان په سترګه مه کورئ. تاسې د پاکستان تر پروپاګند لاندې ژوند نه کوئ ځکه تاسې ته د پاکستان هر منافقت واضح ښکاري. خو هغوی دا درې نسله د دغه دولت تر پروپاګند لاندې ژوند کوي او له ښوونځي ته تر جوماته پورې دوی ته د پاکستان په ګټه تبلیغ کیږي. ځکه نو دا امکان نلري چې دوی دې د پاکستان په ضد وسله پورته کړي.
زمونږ د خلکو برعکس منظور پښتین او ملګرو یې اصلي مشکل درک کړی او پوه دي چې لمړی باید په پښتنو د پاکستان هوده ماته کړي. یعنې دوی غواړي له پاکستان سره د جګړې په ځای لمړۍ خپل خلک راويښ کړي.

Share this page to Telegram

Comments