پاکستان پوځ د پاړه چنار اوسېدونکو د امنیت ټینګولو په برخه کې پاتې راغلې

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان پاره چنار اوسیدونکو تیره ورځ یوه اعتراضیه غونډه ترسره کړه چې اسلام آباد نه یې د ښه امنیت غوښتنه وکړه.
دغه اعتراضیه غونډه چې د تیرې جمعې چاودونو لپاره په لاره اچول شوې وه پاره چنار کې لسګونو زرو کسانو پکې برخه اخیستې وه چې اسلام آباد او پاکستان پوځ یې د امنیت په تینګښت کې پاتې بوله.
تیره جمعه په دوو چاودنو کې لږترلږه ۷۵ کسان وژل شوي ول چې په شیعه اقلیت پورې تړلي کسان وو، دغې غوندې کې خلکو چارواکي د امنیت په ټینګښت کې په پاتې راتلو تورن کړل.
تردې مخکې تیره اونې هم یوه مظاهر د پاکستان دولت پر وړاندې ترسره شوې وه چې د پولیسو په ډزو د دریو اعتراض کوونکو مړینې د دې سیمې خلک لازیات په غوسه کړي.
ارشاد عمرزي د ایالتي حکومت یو پخواني وزیر وویل، صدراعظم نواز شریف او لوی درستیز قمرباجوه باید پاړه چنار ته سفر وکړي.
نواز شریف په خپله وینا کې ویلي چې مړه شویو کسانو ته په پیسې ورکول شي خو اعتراض کوونکو ویلي چې د پاکستان په نورو سیمو کې د ورته پېښو قربانیانو ته تر دې زیاتې پیسې ورکړل شوې دي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *