پاکستان پوځ دوه مبارزینو باندې چاپه وهلې

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: پاکستان د پښتون ژغورنې د غورځنګ د دوو غړو په کورونو چاپه اچولې.
هندوکش – پاکستان: د رسنیو راپور له مخې د بنو پولیسو د پښتون ژغورنې د دوو غړو په نشتون کې د هغوی په کورونو چاپه اچولې او دوه کسان یې له ځانه سره وړي دي.
د پښتون ژغورنې غوځنګ غړې ثنا اعجاز هم منلې چې بر دوو مهمو غړو حنیف پښتین او د حلیم زاده پر کورونو چاپې اچول شوې دي.
د بنو پولیسو دغه چاپه داسې مهال اچولې ده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو د اکتور په ۲۸ مه په بنو کې ستره جلسه کړې وه چې شاوخوا شل زرو کسانو په کې ګډون کړی و.
د پاکستان حکومت تر اوسه د چاپو په تړاو څه نه دي ویلي.

Share this page to Telegram

Comments