پاکستان: په یو وسله وال برید کې ۱۲ د ملېشه ځواک سرتېري وژل شوي

comments 0

3277 Views

هندوکش ــ پاکستان: د خيبر پښتونخوا د ټانک پولیس او امنیتي چارواکي وايي چې تیره ورځ هلته د وسله والو په دوو بېلا بېلو بریدونو کې دملیشه ځواک ۱۲ سرتیري وژل شوي او ۶ نور ټپیان دي.
امنیتي چارواکي وايي چې د ملېشه ځواک دا عسکر له ښاره د خپلې پوستې پر لور روان وو چې وسله والو پرې برید کړی او وژلي یې دي.
د دوی په وینا دا پېښه د ګومل تاڼې په حدودو کې پرته ګوروکۍ مچن خيلو سیمه شوې ده.
د ټانک د پولیسو چارواکو وویل چې په هم دې سیمه کې په یوه بله وسله واله نښته کې يو ولسي وګړی او پنځه پولیس ټپي شوي دي.
د دوي په وینا ، وسله والو د ګومل تاڼې په حدودو کې پرته ګوروکۍ مچن خيلو سیمه کې د پولیسو پر ګشت کوونکو عسکرو برید کړی دی.
په دې وروستیو کې په شمالي وزیرستان ، جنوبي وزیرستان ، ټانک ، ډېره اسماعیل خان او شاوخوا سیمو کې د وسله والو بریدونه او هدفي وژنې زیاتې شوې دي.
تحریک طالبان پاکستان مرکزي او تحریک طالبان حکیم الله ډلې په شریکه د دې بریدونو زمه واري منلې ده.
د یو شمېر ځايي سیاسي او قبایلي مشرانو ترڅنګ پښتون ژغورنې غورځنګ هم تور پورې کوي چې امنیتي ادارې یو ځل بیا په دې سیمو کې وسله وال راغونډول غواړي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments