پاکستان پر هندوستان تور پورې کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – پاکستان: د پاکستان لومړي وزیر عمران خان لخوا په خپور شوي ټویتر کې راغلي چې، هند ګنې په کشمیر کې ی پر بې ګناه ملکي وګړو داسې وسلې کارولې دي چې نړیوالو قوانینو منع کړې دي.
ټویټ شوي ټویټ کی لیکل شوي چې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په کشمیر کې د هند د غیر قانوني اقداماتو مخنیوی وکړي.
عمران خان ویلي، د هندي پوځیانو له لوري د تازه اقداماتو له امله، په کشمیر کې حالات مخ په خرابېدو دي او دا حالات کولی شي د سیمې په کچه یو بحران ته لار پرانیزي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې، په کشمیر کې د خلکو د رنځ او کړاو د ختمېدو وخت را رسېدلی دی او جنوبي اسیا کې د سولې او امنیت یواځینۍ لار د کشمیر د لانجې سوله ییز حل دی.
په ورته وخت کې هند د ملکي وګړو وژل کېدو خبره رد کړې او زیاته کړې یې ده چې که چېرته پاکستان د مسئلې حل غواړي نو دوی تل ویلي چې له پاکستان سره یې غټې مسئلې یوازې په دوه اړخیز ډول حل کېدلی شي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments