پاکستان پر طالبانو ښکاره بولۍ لګولې او د افغان دښمنۍ لوړه بیه پرې کوي //سپوږمۍ پوپلزۍ

comments 0

0 Views

طالبانو له ډیر وخت راهیسي ټینګار کاوه چي هغوی غواړي اول له امریکایانو سره د سولي خبري پیل کړي، خو متحده ایالاتو اصرار کاوه چي طالبان باید د کابل له حکومت سره خبري وکړي خو بلاخره د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې دپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې هېوادونه ته سفرونه وکړل څو مذاکرات بېرته را ژوندي کړي. څو د امریکا او طالبانو تر مینځ د مستقیمو مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي، طالبان او د کابل حکومت پر یوه مېز را غونډ کړي. خو کله چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ابوظبی له ناستې ورورسته کابل، چین، روسي، او ترکیي هېوادونو ته سفرونه وکړل، نو دا د افغانستان حکومت او د امریکا ځانکړی استازي زلمی خلیلزاد ته نوره هم روښانه شوه چې پاکستان پر طالبانو ښکاره بولۍ لګولې او د سیمې پر هېوادونو یې په مناسبه بیه پلوري. پاکستان پر طالب د نورې معاملې لپاره د کرملین، بیجینګ او تهران دروازې هم ور وټکولې او د خپلې دغې وسلې او وسیلې د معاملې نرخ یې ټولو ته اعلام کړ.
په داسې یوه چاپېریال کې له شکه پرته کابل ته د امریکا، طالب او پاکستان تر معاملې جګړه لومړیتوب لري او د خپل عزت په موخه هرې هغې لارې ته لاس اچوي چې فکر کوي د هېواد د دښمنانو دسیسې شنډولای شي. اوس یې د جګړې تمرکز د طالبانو پر مشرانو ور زیات کړی او د هغوی د پټنځایونو دړې وړې کېدو او وژلو ته یې ملا تړلې. سره له دې چې افغان چارواکي د جګړې له زوره خبر دي او پر دې هم پوهېږي چې بل شوی اور د دې هېواد په زیان دی، خو کابل کټ مټ له طالبانو سره هماغه لوبه پیل کړې چې په تېرو څو کلونو کې طالبانو د حکومت پر وړاندې روانه کړې وه.
ولسمشر غني واک ته له رسېدو سره سم د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دریځ او موقف په وضاحت او جرئت تعریف کړ. هغه په ډاګه وویل چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې له افغانستان سره په نا اعلان شوې جګړه اخته دی. نوموړي د دغه اعلان ترڅنګ په ټینګار سره پاکستان ته خبرداری ورکړ چې که د افغانستان پر ضد خپله نااعلان شوې جګړه ونه دروي، نو افغانستان به هم په بالمثل عمل لاس پورې کړي.
ولسمشر غني په افغانستان کې د امنیت او ثبات تامین په دوه جلا بعدونو ووېشه یو له پاکستان سره د دولت په دولت د مذاکراتو او دویم له طالبانو سره د بین الافغاني مذاکراتو بعد. نوموړي له پاکستان سره سولې ته لومړیتوب ورکړ او ورته وې ویل: چې پاکستان دې له موږ سره د دولت په دولت له لارې د سولې او هر اړخیز مذاکرات وکړي.
جمهور رئیس غني دا هم وویل چې د پاکستان او افغانستان نېک مناسبات د سیمې د ثبات او په خپله د پاکستان لپاره زیات ګټور دي، ځکه چې پاکستان دا مهال د انرژۍ له قلت سره مخ دی او له بلې خوا خپلو صادراتو ته مناسب بازار لټوي، د پاکستان دغه دواړه اړتیاوې د افغانستان له لارې پوره کېږي، ځکه چې پاکستان مجبوره دی خپلې اړتیاوې د منځنۍ اسیا له انرژۍ څخه پوره کړي او همدارنګه منځنۍ اسیا د دوی د صادراتو لپاره غوره بازار او مارکېټ دی او د دغو دواړو لپاره د افغانستان موقعیت د دوی لاره ده.
پاکستان هغه مهال کولی شي چې هم خپلې اړتیاوې پوره کړي او هم خپل صادرات وپلوري چې له افغانستان سره اړیکې او دوستانه مناسبات ولري او همدارنګه د ترهګرو او ورانکارو ډلو له ساتلو او تمویل څخه لاس واخلي.
که چېرې پاکستان د افغانستان پر موقعیت فکر ونه کړي او خپل چلند بدل نه کړي، نو باور دی چې پاکستان به تاوان وکړي او له افغانستان سره د پاکستان اوسنۍ دښمني به په لوړه بیه تمامه شي، ځکه چې یو خو به یې د صادراتو مخه ډب شي، بل به خپلې اړتیاوې په اسانه او ارزانه پوره نشي کړای او تر ټولو مهمه دا چې افغانستان به د پاکستان پر ضد په نړیواله کچه خپلې هڅې جاري وساتي او د دی ډېر پخواني او ستراتیژیک ملګري به د پاکستان د اوسني چلند او له ترهګرۍ سره د اړیکو پالنې له امله پر هغه شکمن او دېته اړ کړي چې له پاکستان سره خپلې اړیکې وځنډوي او دا به د افغان دښمنۍ لپاره دپاکستان تر ټولو لوړه بیه وي چې پرې کوي یې.

Share this page to Telegram

Comments