پاکستان ولسواک غورځنګ له پوځ غواړي چې د حکومت ملاتړ پرېږدي

comments 0

81 Views

هندوکش ـ پاکستان: د پاکستان ولسواک غورځنګ يا PDM د دغه هېواد له پوځ او استخباراتو غوښتي چې د لومړي وزير عمران خان له حکومت لاس واخلي او په سياست کې دې مداخله نه کوي.
د دغه غورځنګ مشر مولانه فضل‌الرحمن پرون په لاهور کې له رسنيو سره د خبرو پرمهال يو ځل د پاکستان پر پوځ او استخباراتو توندې نيوکې وکړې او زياته يې کړه چې دا ادارې دې په ښکاره توګه اعلان وکړي چې د پاکستان له موجوده حکومت سره نه دي.
نوموړي ويلي، د پاکستان پوځ او استخبارات د قانون خلاف لا هم د تحريک انصاف حکومت تر شا ولاړ دي او په خبره يې که داسې نه وي، نو په ښکاره دې اعلان وکړي.
نوموړي دا څرګندونې په لاهور کې له خپلې پراخې غونډې وړاندې کړي دي. ټاکل شوې نن په لاهور کې د پاکستان ولسواک غورځنګ د حکومت ضد لويه غونډه ترسره کړي.
د دغه غورځنګ غړي ګوندونه تور پورې کوي چې د عمران خان د خلکو په رايه نه بلکې د پوځ او استخباراتو په همکارۍ واک ته رسېدلی او تر هغې به يې مبارزه جاري وي چې له واک يې پرځولی نه وي.
دا ګوندونه معمولا په هره غونډه کې د پاکستان پوځ او استخبارات هم په نښه کوي او وايي، دې ادارو د پاکستان ټول سياست په لاس کې نيولی او هر څه يې چې خوښه وي، کوي يې.
د لاهور وروستۍ غونډه له دې کبله لانجمنه ده چې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د کرونا وېروس پراختيا له کبله پر لويو غونډو بنديز لګولی. خو مخالف سياسي ګوندونه وايي چې هر څنګه کېږي، د لاهور غونډه به هرو مرو کوي او په خبره يې ښايي دا غونډه د دې لامل شي چې د پاکستان حکومت له واک را وپرځېږي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments