پاکستان هڅه کوي د داعش مسير بدل کړي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ کابل: اوس اوس پاکستان په نوې کړنه کې په پيښور کې په ځينو مدرسو کې د داعش له يو شمېر سيمه ایزو مشرانو سره پټې او ښکاره ناستې پيل کړي دي.

په دې ناستو کې د داعش مشرانو ته ويل شوي دي چې دوی باید د پاکستان په ګټه په افغانستان کې فعالیت وکړي او پاکستان تیار دی دوی ته د طالبانو په شان په مدرسو کې ځانمرګي بريدګر او جنګيالي وروزي.

په پاکستان کې ځينو سرچينو رسنیو ته ويلي دي چې پاکستان ددې لپاره چې په افغانستان کې داعش ډير وښيي او د روسانو پام ځان ته راوړوي هڅه کوي چې په شمال کې هم د داعش د ازبکستاني، تاجکستاني، اويغور او عربو ترهګرو په منځ کې ځينې کسان د ځان په ګټه استخدام کړي.

سرچينه وايي چې په پيښور کې د روسيي د کونسلګرۍ تر پرانیستې وروسته پاکستان ځينې طالب مشران هم روسيي ته ور پيژندلي دي او دوی ته په پيښور کې د داعش د فعاليتونو او له طالبانو د روسانو د پټ ملاتړ په خاطر ټولې ناستې پاستې او لیدنې کتنې هم په پوششي مدرسو کې ترسره کيږي.

يوې باوري سرچينې چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي له هندوکش سره په مرکه کې وويل:« دوه اونۍ مخکې په درزاب کې د داعش يو مهم قومندان دام ملا نادر آی اس آی پاکستان ته ور بللی وو، له ده سره د پاکستان استخباراتو د کارخانو په يوه مدرسه کې درې ځلې ناستې کړې وې او نوموړي ته يي ويلي وو چې په درزاب کې د طالبانو او داعش تر منځ د نښتې د ګرميدا په خاطر نوموړی باید پټ د طالبانو ملاتړ وکړي.»

سرچينه وايي:« له ده سره درې تنه نور هم وو چې په دریو مختلفو ځايونو کې ملاقات شوي وو خو کله چې داملانادر د افغانستان په لور حرکت کوي د لنډي کوتل په يوه دره کې يي داعش ته نيږدې کسان نيسي او تر سختې ربړونې وروسته يي له منځه وړي چې ددې سړي د ناستې ټول جزييات هم له همدې مدرسې څخه افشا شوي او داعش ته په واک کې ورکول شوي دي.»

د سرچينې په خبره:« وروسته تر دې چې حافظ سعيد و وژل شو، داعشيان په دوو برخو و ويشل شول، د انصارو او مهاجرو په نوم جوړښت يي چې تر ډيره بهرني ترهګر پکې دي هڅه کوله څو نوی مشر  د ازبکستان  د اسلامي تحريک، تاجکستا يا چين له برخې څخه وي خو پاکستان پر دوی باور نه لاره نو د همدې په خاطر يي پخوانی طالب حسيب لوګری رامخې ته کړ ځکه له لوګري سره د پاکستان اړيکې ښې وې، د همدې ستونزو له امله د نورستان له لارې يو زيات شمېر بهرني جنګيالي چې معاويه ازبکستانی او د طاهر یلداش زوی يي په راس کې وو بدخشان ته وتښتيدل او له هغه ځایه درزاب او نورو سیمو ته ورسيدل.»

نوموړی وايي چې د داعش په منځ کې د مشر او واکونو پر سر ډيرې ستونزې شته دي ځکه د داعش د ننګرهار هسته له پيله تر پايه له پاکستان څخه جوړه ده او د همدې په خاطر هم بهرني جنګيالي پاکستان د ځان لپاره باوري نه بولي او وايي چې پاکستان دوی په افغانستان کې يوازې او يوازې د خپلو موخو لپاره کاروي.

شنونکي په دې نظر دي چې په ختيځ کې د طالبانو په ماتې او يوه نيمه بريا کې هم د پاکستان لاس دی او د همدې په خاطر يو نيم وارې د منګل باغ په شان ځينې واړه او غټ ګروپونه د پاکستان په خاصه پاملرنه افغانستان ته راځي او په ننګرهار کې د داعش پر ضد ځينې حرکات کوي او بیرته له پولې هاخوا اوړي.

سرچينه وايي چې پاکستان ډيره هڅه کوي داعش په منزوي حالت کې وساتي، ځکه کله چې داعش منزوي حالت ولري هغه هدفونه به په نښه کوي چې پاکستان يي ورته وښيي او داسې هدفونه هغه وخت په نښه کيدای شي چې مسولیت يي يوازې داعش پر غاړه واخلی خو بريد او جګړه د حقاني شبکه وکړي.

بلخوا ويل کيږي د پاکستان او داعش تر منځ بله غټه ستونزه داده چې داعش نه غواړي ډير تمرکز يي پر هغو سیمو وي چې پاکستان يي غواړي بلکه داعش برعکس نظر لري خو پاکستان بیا هڅه کوي چې د طالبانو د انزوا په صورت کې د داعش په شته ترکيب کې هم داسې رسوخ ولري چې څه دوی غواړي دا ډله هم هغه وکړي.

بلخوا ويل کيږي په پيښور کې د روسيي د کونسلګرۍ تر پرانیستې وروسته پاکستان هڅه کوي چې له دې لارې روسيي ته د طالب مشرانو د تګ راتګ آسانتيا،مالي ملاتړ او د اطلاعاتو تبادلې ته هم زمينه سازي وکړي.

هندوکش

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply