پاکستان هند ته غاړه نرمه کړه

comments 0

327 Views

هندوکش – پاکستان : د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، پاکستان هڅه لري چې هند او پاکستان تر منځ دوستي ته پراختیا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ، د پاکستان او هند چارواکي هغو هندي سیکانو ته د بې ویزې تګ راتګ لپاره د پولې پر پرانیستلو خبرې کوي چې غواړي په پاکستان کې د سیکانو مذهبي ځایونو ته لاړ شي.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راویش کومار وویل، د دواړو لوریو ترمنځ د اتاري په سرحدي ښار کې خبرې وروسته له هغه پیل شوې چې پاکستانی پلاوی نن د هند خوا ته واوښت.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل چې د پاکستاني پلاوي مشري کوي، خبریالانو ته وویل، د دوو هېوادونو ترمنځ د پولې پرانیستلو هدف په دوستۍ د دښمنۍ بدلول دي.

دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments