پاکستان: هند ته به هر اقدام په بدل کې ورته ځواب ورکړو

comments 0

81 Views

هندوکش – پاکستان: د پآکستاني رسنیو په حوال د پاکستان پوځ، د هندي پوځ مشر جنرال راوت هغه څرګندونې رد کړې دي چې په وینا یې د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې یو ځل بیا ترهګر منظمېږي او فعالیتونه کوي.
د هند د پوځ مشر جنرال بپن راوت ويلي په بالاکوټ د هندي الوتکو له بریدونو وروسته دغلته ترهګر یو ځل بیا فعال شوي خو هغه ګواښ کړی چې دا ځل به دوی له بالا کوټه هم ورتېریږي او هره لاره ورته خلاصه ده.
خو پاکستان دغه تورونه رد کړي او ویلي یې دي د هند هوايي الوتکو په غره کې مواد غورځولي او بيرته په تېښته تللې دي.
د پاکستان پوځ ويلي که هند په سیمه کې کوم عمليات او لاس وهنه وکړي دا به د سيمې د امن لپاره خطرناک وي.
د پوځ ویاند جرنل اصف غفور ويلي، که د هند پوځ کوم اقدام کوي د پاکستان پوځ ورته په کلکه ځواب ورکولو ته چمتو دی.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments