پاکستان له ګېډې راوتلی؛ د طالبانو پنځه کلن امارت / سید عبدالله پاچا

comments 0

0 Views

د پاکستان په امر یې چیچین ته سفارت ورکړ، د پاکستان په امر یې د هند تښتول شوې الوتکه کندهار کې کښېنوله، په الوتکه کې دوه سړه مسافر اوه ورځې بند وو، تر هغې چې په بدل کې یې د هند له بندي خانې یو پاکستانی بندي را خوشي او کندهار کې تبادله شو.
پاکستان افغان خاوره او طالب لکه خپل مزدور داسې بللو، په کشمیر کې جنګېدونکو ډلو کمپونه په خوست کې فعال وو، د تاجکستانیانو او ازبکو کمپونه هم وو ( وروسته له ۲۰۰۱م یې دا بهرنیانو قبایلو ته نقل کړل. پاکستاني پوځ به وژل او له امریکا یې پیسې پرې اخیستې .
معارف یې فلج کړی و، نیم ولس چې ښځې دي بیخي له مکتب محروم وو، د شخصي مکتب اجازه هم نه وه، نیم نور ولس ته په ټول افغانسان کې سل مکتبونه هم نه وو، د کلي چړی به ولسوال وو، هر طالب سره کېبل و، نه یې مشر کتو او نه کشر، بس وهل یې کول.
په خلکو به یې دری دری ځله لمنځونه کول، د ملک تر ټولو غټ مشکل ورته د ساز اورېدل او ږیره لنډول ښکارېدل، له جنګ وروسته یې ټوله انرژي د ږیرو په کنترول مصرف کوله، کشر طالب له راغی د واده پاخه دېګونه به یې چپه کړل چې ولې دلته اتڼ یا ساز شوی، هېواد یوه لوبه بندي خانه وه، اقتصاد نو داسې و سم سومالیا وه.
روز مزدوري بیخي نه وه، دوی به وزارت کې توشکې اچولې وې او د توشکې تر ژۍ لاندې یې نسوار توف کول، له خوراک وروسته به یې د هندوانو په پوټکو سره ویشتل، د غربت، بېکارۍ او سپېره وطن له کبله غله ته هېڅ نه و چې غلا یې کړي.
دوی به ویل چې غلا نشته! – قتلونه، بچه بازي او جنسي تیري کېدل، غزني کې یې یوه داکتره وتښتوله، په مزار کې یوه روغتون کې یوې نرسې کار کولو، د روغتون مشر طالب و، یوه نرسه چې د. . . وه د واده غوښتنه یې ترې کړې وه. هغې رد کړې، بل ځل یې شفت ورته د شپې کړی و، په بل ځل مجبوره شوه چې واده ورسره وکړي.
دا کیسه راته د سرې میاشتې یو مامور وکړه، د شمال له لومړۍ کرښې یې په زرګونه نجونې کندهار، ارزګان، هلمند او زابل ته بوتلې، حتا پنجابیو پنجاب ته بوتلې، د هر ریس سکرتر او درېور به تنکی ښایسه هلک و، په فوتبال یې بندیز لګولی و، مدرسې ډېرې وې خو د اوسني حکومت د مدرسو شمېر پرې ډېر دی، د طب په محصل یې د مدرسو کتابونه لوستل، چې لونګۍ به دې مه وه په سر ته به له چا سره په خبرو وې له شا به یې په لرګي ووهلې.
یوه کندهاري محصل بیا یو طالب په همدې کار ښه ووهلو خو ده بیا طب خوشي کړ، تر هغې چې د کرزي حکومت راغی، پاکستاني پوځ چې د وزیرو او سواتیانو سره کوم ظلم وکړ تر هغوی سل چنده طالب ظالم و، اسامه به دادسنې ورکولې او دوی ساتلو، د ټولې نړۍ سره یې په لانجه اخته کولو، دا ښه وه چې امریکا اتومي بم را ونه غورځولوچې اسامه حمله وکړه یو شمېر طالبان و امریکا ته ورکړل نور یې وساتل.
هغه طالب به چې د پاکستان سره استدلال کولو هغه یې وژلو، لکه د ملا داده ورور ملا منصور یې چې وویشت، طالب افغان دی، خو ذهنیت یې د دین تر په نامه داسې جوړ دی چې وطن ته ضرر دی.
پاکستان مو چې دښمن دی نو همداسې مخلوق راباندې نازولي، تر دې بد تره یې که په وس پوره وی هغوی به یې راباندې نازل کړي وو، مجاهد هم د دوی تولید و خو بیا تر طالب لږ څه وطنپالنه لري، مجاهد پوه شو، په تېرو اولسو کلونو کې تاسې پنجشېر، بامیان او د کندهار ښار د هغو سیمو سره پرتله کړی د طالب سره دي، بیا پرېکړه وکړی چې دا مخلوق مو په ګټه که په تاوان دی.

Share this page to Telegram

Comments