پاکستان له کشمیره خپل ملاتړ اعلان کړ

comments 0

2 Views

هندوکش – پاکستان: د هند د حکومت له لوري په هندي کشمیر کې پر تازه اقداماتو پاکستان سخت غبرګون ښودلی او زیاته کړې یې ده چې دوی د خپل مسوولیت ادا کولو لپاره تر هر حده مخکې تللی شي.
پاکستاني رسنۍ وایي، د جنرال قمر باجوه په مشرۍ د پاکستان پوځي جنرالانو غونډه کړې ده او د هند له لوري یې په یاده سیمه کې وروستي اقدامات غندلي دي.
نوموړي یادې غونډې ته په خبرو کې ویلي، د پاکستان پوځ په خپل ټول قوت د کشمیریانو ملاتړ کوي او پاکستان د خپل مسوولیت ادا کولو ته چمتو دی.
دا په داسې حال کې ده چې هند تر خپل واک لاندې کشمیر کې هغه مادې لغوه کړې دي چې له مخې یې دې سیمه کې مېشتو وګړو ته نیمه ازادي ورکول کېده.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments