پاکستان له هند سره د کرتار پور لاره بیا پرانېزي

comments 0

18 Views

هندوکش ــ پاکستان: پاکستان د سیک زيارت کوونکو لپاره د کرتار پور لارې د بیا خلاصولو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جون پر ۲۷مه په یوه خبر پاڼه کې ویلي چې هند یې خبر کړی چې د جون پر ۲۹مه د سیکانو مشر مهاراجه رنجیت سنګ د تلین له ورځې سره سم د کرتار پور لاره بېرته خلاصولو ته تیار دي.
دغه راهدراي د سږ کال د مارچ پر ۱۶مه د کورونا وایرس وبايي صورتحال له کبله بنده شوه.
خبر پاڼه وايي چې پاکستان د راهدارۍ خلاصولو لپاره ضروري انتظامات کړي دي او هند ته یې هم بلنه ورکړی چې د راهدارۍ خلاصولو لپاره پر احتیاطي تدابیرو ورسره کار وکړي.
کرتار پور لاره د ۲۰۱۹ز کال د نومبر پر نهمه وزیر اعظم عمران خان پرانیستې وه.
فروزان سیرت

Share this page to Telegram

Comments