پاکستان له فشارونو ځآن ژغوري

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: پاکستان باندې د امریکا له فشارونو وروسته اوس دا هېواد غواړي طالبان او حقاني شبکه بېرته افغانستان ته ستانه شي او سیاسي بهیر کې ونډه واخلي.
په امریکا کې د پاکستان سفیر اعزاز چودري له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان غواړي وسله والې ډلې له هېواده وباسي او د دې لپاره به له خپلو فشارونو کار واخلي.
پآکستان چې اوس ټولې نړۍ پيژندلی چې د ترهګرو ملاتړ کوي او او ترهګرو ته یې خوندي ځای ورکړی یو ځل بیا د ترهګرو له ملاتړ منکر شوی دی.
نوموړي په خپل مرکه کې د حقاني شبکې او طالبانو د شتون په اړه متضادې څرګندونې کړې دي.
یو ځل خبرو کې ویلي چې حقاني شبکه په پاکستان کې نشته او بیا یې ویلي چې هڅه به وکړي چې حقاني شبکه له پاکستان وباسي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply