پاکستان له ترهګرو د ملاتړو هیوادونو په ليست کې ور ډير شو

comments 0

18 Views

هندوکش: پاکستان ډيره هڅه وکړه چې له خړليسته د خلاصون په پار له هرې شونې لارې کار واخلي او ځان ترې وژغوري خو پرون شپه يي نړۍ پر ضد پريکړه وکړه او د طالبانو، حقاني شبکې او داعش دا ملاتړی هیواد په دې ليست کې ور ډير شو. که څه هم مخکې پاکستاني رسنیو ويلي وو چې په امریکا کې ددوی نوی سفیر ډير اغیزمن تمام شوی دی او نړۍ واله لابي يي بريالۍ ده خو نړۍ اوس درک کړې چې ترهګر له کومه ځايه حمايه کيږي. ويل کيږي ددې ليست له ور ډيريدو سره سم به پاکستانۍ پيسې کلدارې خپل ارزښت ډير زيات له لاسه ورکړي، پاکستاني سوداګر به په نړۍ کې له ګڼو ستونزو سره مخ شي، راکړه ورکړه به ورته سخته شي او د ياد هیواد د ډيرو بانګونو حسابونه به هم وتړل شي. شنونکي وايي چې پاکستان ددې فشار د خلاصون په پار څو وارې له طالبانو او حقاني شبکې سره ناستې کړې وې او دوی ته يي ويلي وو چې په افغانستان کې باید بريدونه ډير کړي چې افغاني دپيلوماسي دستګاه په کورنیو مسايلو کې بنده پاتې شي او دوی په نړۍ کې تر لابي وروسته له دې لیسته خلاصه شي. ويل کيږي پاکستان طالبانو ته دا هم ويلي وو چې د داعش او نورو ډلو د غټولو په پار باید خپل تبلغیات ډير کړي او تر ډيره يي تبلیغاتي مسير داسې وي چې د امریکا او نړۍ والې ټولنې پر ضد کرکه ډيره کړي او پنجاب ته برأت ورکړي. د FATF صندوق مشران وايي تر دې مخکې دوی پاکستان ته وخت ورکړی وو چې نور له ترهګرو تیر شي خو اوس ورته ثابته شوه چې ترهګر لا هم په پاکستان کې دي، روزنیز مراکز لري او هلته يي مالي سرچينې تمويليږي نو ځکه يي بیګاه شپه وروستۍ پريکړه وکړه. په اوايلو کې سعودي، چين او ترکيه ددې ليست مخالف وو خو اوس اوس ويل کيږي يوازې ترکيي او چين يي مخالفت کړی دی او سعودي عربستان هم رايه ورکړي چې پاکستان باید له ترهګرو د ملاتړ په خړ ليست کې ور ډير شي چې ور ډير شو. ياده دې وي چې ددې لیست له ور ډيرولو وروسته پاکستان بیا وخت لري چې ترهګر له خپل هیواده وباسي که يي ونه ويستل په تورليست کې به راشي چې بیا به پاکستان ته هر ډول راکړې ورکړې او يا معاملې ودريږي

دادان وزیری

Share this page to Telegram

Comments