پاکستان قرض پسې ګرځي

comments 0

1434 Views

هندوکش – پاکستان: عمران خان د پاکستان لپاره پور غوښتلو یو ځل بیا تر سعودي ورسوه.
عمران خان تیره ورځ مدینې ته ولاړ چې د سعودي د پانګونې په نړیوال کنفرانس کې برخه واخلي.
د عربي ژورنالست خاشقجي د وژنې په غبرګون کې اکثرو هیوادونو له دغه کنفرانس سره پریکون اعلان کړی خو عمران خان وايي دا قضیه د دوی پورې اړه نه لري.
راپورونه وايي دا د یوې میاشتې په ترڅ کې دویم ځل دی چې عمران خان د پور غوښتنې لپاره سعودي ته ځي.
عمران خان له یوې ورځپاڼې سره په مرکه کې دا پلمه کړې چې د سعودي مشرانو غوښتنې ته یې د رد ځواب نشو ویلای.
د لومړي وزیر په توګه د عمران خان له واک ته رسیدو وروسته هغه ژمنه وکړه چې پاکستان به له پور اخیستو خلاص کړي
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments